ایکنانیوز د الجزیرې په حواله راپور راکوي، د هند تېره شپه پر پاکستان برید د غیر پوځي سیمو په نښه کولو سره شوی دی. د پاکستان د پوځ ویاند ویلي چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲۶کسان وژل شوي او کابو ۴۶نور ټپیان دي.
په راپور کې وئيل شوي دي،په دغو بریدونو کې د پاکستان پنجاب صوبې په مریدکې ښار شاوخوا کې طیبه جومات او دغه راز د آزاد کشمیر په شینوا کې هم یو بل جومات په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي. د آزاد کشمیر د شینوای جومات یوه انځور چې تېره شپه د هند په برید کې په نښه شوی، لیدل کیدی شي. همدارنګه د مریدکې ښار د طیبه جومات د هند لخوا د توغندیز برید یوه ویډیو هم خپره شوې چې ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.
د پاکستان د پوځ ویاند دغه راز زیاته کړې ده مونږ د هند د بریدونو د ځواب لپاره خپل حق خوندی ساتو او دا د مونږ حق دی چې کلک ځواب ورکړو.
د هند پوځ هم د پاکستان د پوځ لخوا سرحدي بریدونو ته په اشارې سره ویلي؛ مونږ یو ځل بیا د پاکستان د پوځ لخوا په جمو او کشمیر کې د اوربندخلاف ورزي ولیده . مونږ به په مناسب وخت او ځای کې د دې خلاف ورزۍ ځواب هم ووایو.
د پاکستان یو امنیتي چارواکي رویټرز ته ویلي چې د هند بریدونه په بهاولپور سیمې کې د یو ماشوم ارتضی عباس طوري پشمول یو شمیر عامو کسانو د مرګ ژوبلو سبب شوي دي. اسوشیټیډ پریس د یو پاکستاني چارواکي په حواله ویلي چې د هند په برید کې د بهاولپور په جومات کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.
دا بریدونه د تېرې اوونۍ په کشمیر کې د هند تر کنټرول لاندې په پهلګام سیمې کې د ترهګریز برید وروسته ترسره کیږي. تېره او نۍ د سهشنبې په ماښام وسلهوالو کسانو له سرینګر ښار څخه ۹۰ کیلو میټره لیرې پهلګام ټوریسټي سیمې کې پر یوې سیاحتي ډلې ډزې کړې چې لږ تر لږه ۲۷ کسان پکې وژل شوي وو.. هندي چارواکو دا پېښه یو ترهګریز برید بللی تور ئې پرپاکستان لګولی دی.
هند ادعا کړې چې پاکستان په دې برید کې ل
اس لري او له دې وروسته د دواړو ایټمي ګاونډیو هیوادونو ترمینځ کړکېچ نوې مرحلې ته داخل شوی دی. اوس مهال د کشمیر په درو سرحدي سیمو کې د هندي او پاکستانيو پوځیانو ترمینځ پراخه نښتې روانې دي. دا هم وئیل کیږي، چې د هندوستان خارجه وزیر له دغو بریدونو سملاسی وروسته د امریکا له خارجه وزیر سره ددغو عملیاتو په باب خبرې کړي او دغه راز ئې د اماراتو ،عربستان او روسیې او د یوشمیر اروپائي هیوادونو له خارجه وزیرانو سره هم خبرې کړي او دوي ته ئې د اور بند په ټينګولو کې د رول لوبولو بلنه ورکړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4280838